د بيجينګ اولمپيک لوبو دمشال ليږدونې فعاليت د تيان جين په های بين سيمه کې پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2008-08-01 17:06:31

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د بيجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت د روانې مياشتې په لومړی نېټه د تيان جين ښار په های بين سيمه کې پای ته ورسيد.

په دغه سيمه کې د مشال ليږدونې د لارې اوږدوالی ١٦ کيلومترو ته رسيده او ١٩١تنو مشال ليږدونکو په کې ګډون وکړ.

د خبر له مخې، د مشال ليږدونې فعاليت به د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د تيان جين ښار په مرکزی سيمه کې ترسره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040