د اولمپيک لوبو د تياری لپاره د چين توان د ستاينی وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-01 20:28:12

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم.کله چې برازيل يادېږي، نو هر چا ته د فوټبال لوبې ورپه يادېږي . خو فوټبال د برازيل يوازنۍ نښه نه ده، د دغه هېواد پلاوی په٢٠٠٤ کال کې د أتن په اولمپيک لوبو کې پنځه طلايی مډالونه ، دوه د سپينو زرو او دری د برونزو مډالونه تر لاسه کړل. دوی هيله لري چې په بېجينګ اولمپيک لوبو کې به لازيات مډالونه تر لاسه کړي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته له خبريال سره د برازيل د لوی سفير لويز اوګوستو ديکاسترو نيويس يوه مرکه وړاندی کړو.

له ٢٠٠٤ کال راهيسی په چين کې د برازيل د لوی سفير په توګه ښاغلی لويز اوګوستو ديکاسترو نيويس په بېجينګ کې ٤ کاله ژوند کړی. دده په اند دغه ښار چې د برازيل پلازمېنې له برازيليا څخه ډېر ليری دی، لرغونې تاريخ لري او په کې ورځ په ورځ ستر بدلون رامنځته کېږي. لوی سفير لويز اوګوستو ديکاسترو نيويس وويل ( اواز ١)

زما لپاره د بېجينګ ښار بدلون ستر دی چې اوس مهال د ٢٠٠٤ کال په پر تله بېجينګ ښار پوره بدل شوی دی . هر ځل چې له برازيل څخه د رخصتی له تېرولو وروسته بېرته بېجينګ ته راستنېږم ، د بېجينګ ستر بدلون وينم. دغه ښار ورځ په ورځ ښکلی کېږي او په کې ژوند ډېر هوسا دی.

د لوی سفير لويز اوګوستو ديکاسترو نيويس په اند د اولمپيک لوبو جوړول د هر هېواد لپاره يوه ستره ننګونه ده، ځکه چې کوربه هېواد بايد په لنډه موده کې د ټولو

بنسټيزو تاسيساتو تيارۍ کارونه بشپړ کړي، په تېره بيا د اولمپيک لوبو د سپورتي ستډيومونو او جمنازيومونو أبادۍ . چين د يو پرمختيايی هېواد په توګه د اولمپيک لوبو د تياری په بهير کې وتلی توان ښودلی دی.

هغه زياته کړه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مېلمنو د هرکلی لپاره د چين په زيات شمېر ښارونو کې د بهرنيو ژبو د زده کړې په اړه کورسونه پرانيستل شوی . هغه باور لري چې د اولمپيک لوبو له پيل وروسته به زيات شمېر چينايان د معياری لارښوونکی وګرځي .

اوس د برازيل ريوديانيريو په فعاله توګه د ٢٠١٦ کال د اولمپيک لوبو د کوربنی حق د غوښتنې لپاره کوښښ کوي. د لوی سفير لويز اوګوستو ديکاسترو نيويس په اند

د بېجينګ اولمپيک لوبو د تياری کارونه د ريوديانيريو لپاره يوه ډېره ښه بېلګه ده.

ده وويل په چين کې د لوی سفير ماموريت له پيل وروسته د چين د ورخلاصون بهير چټک شوی او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د وګړيو لخوا د چين پېژندنې هم ژورې شوی دی. هغه هيله لري چې د بېجينګ اولمپيک لوبو له لاری لازيات وګړي د چين د واقعی حالاتو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د بېجينګ اولمپيک لوبې رانژدی کېږي ، اوس مهال نه يوازی چين ، بلکې برازيل د اولمپيک لوبو له تودی فضا څخه ډک شوی دی. لوی سفير لويز اوګوستو

ديکاسترو نيويس وويل د برازيل خبري رسنۍ په بېلا بېلو برخو کې د چين او د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه خبر ورکوی. د برازيل لوبغاړيو د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې د لازياتو مډالونو د تر لاسه کولو لپاره هم تياريانی نيولی دی.

لوی سفير لويز اوګوستو ديکاسترو نيويس وويل د تېرې مودې په پرتله اوسنۍ

اولمپيک لوبې يو لوی ډګر دی . د بېجينګ اولمپيک لوبې به دده لپاره لومړۍ اولمپيک لوبې وي چې پخپله په کې ګډون کوي. ده وويل د دغو لوبو د پرانيستونکو مراسمو له امله به پر نړيوالو وګړيو ژوره اغيزه وشي.

د مرکی په پای کې لوی سفير لويز اوګوستو ديکاسترو نيويس په چيني ژبه د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره دده نيکه هيله څرګنده کړه (اواز ٢ )

زه هيله لرم چې چين د بېجينګ اولمپيک لوبو له لاری نړۍ ته ورخلاص او نړۍ هم چين ته ورخلاص کړي.

ګرانو اورېدونکو، د اولمپيک لوبو په اړه په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو مرکې نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام خوښ شوی وی. روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040