په سه چوان ولايت کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال لېږدونې چمتوالی په سالمه توګه روان دی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-02 19:26:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې چارواکي سون وې ده د اګست په دوهمه نېټه د دغه لوبو په مطبوعاتي مرکز کې وويل د چين په جنوب لوېديځ سه چوان ولايت کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال لېږدونې چمتوالی په سالمه توګه روان دی.

د اګست په لومړۍ نېټه د سه چوان ولايت د پينګ وو او بې چوان ولسواليو په ګډ سرحد کې د شپږ اعشاريه يو درجې زلزله وشوه. په دې هکله نوموړي وويل که څه هم په دغه سيمه کې پاتی زلزله وشوه، خو د مشال لېږدونې پلان نه دی بدل شوی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040