په چين کې به پر انټرنېټ د بهرنيو خبريالانو راپور ورکونه محدوده نه شي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-02 19:50:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک نړيوالې کمېتې غړی کيوان ګوسپر د اګست په دوهمه نېټه وويل هغه باور لري چې په چين کې پر انټرنېټ د بهرنيو خبريالانو راپور ورکونه محدوده نه شي.

يو شمېر بهرنيو خبريالانو په وروستيو ورځو کې له دې امله انېښنه څرګنده کړه د بېجينګ اولمپيک لوبو په مطبوعاتي مرکز کې يې د ځينو ويبپاڼو مطالب لوستلی نه شي. په دې هکله نوموړي وويل يادې شوې کمېټې د بېجينګ اولمپيک لوبو له کمېټې سره له سلامشورې وروسته د نظريو يووالی ته رسېدلی دی. ګوسپر پر دې ټينګار وکړ چې په نړۍ کې هر هېواد په بېلا بېلو کچو د انټرنېټ څارنې اود بدو ويبپاڼو تړلو حق لري. نو يوازی دا چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه د بهرنيو خبريالانو راپور ورکونه محدوده نه شي، بس دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040