د اولمپيک لوبو د همکارو ښارونو تياريانې په ښه توګه ترسره شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-02 21:15:17

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای، تيان جين، چينګ داو، شن يانګ او چين هوان داو په شمول د بېجينګ اولمپيک لوبو د پنځو همکارو ښارونو چارواکيو د اګست په دوهمه نېټه په بېجينګ کې وويل تر اوسه د دغو ښارونو د تياريانو کارونه په ښه توګه چمتو شوي دي.

د چينګ داو د اولمپيک بادبانی بېړۍ چلولو لوبو د کمېټې مرستيال ښاغلي وانګ های تاو وويل په دغه ښار کې د اولمپيک لوبو د بادبانی بېړۍ مرکز اوس په ښه ډول کارول کېږي. بر سېره پردی ښايي چې د چاپيريال ساتنې په اړه د يو شمېر تدبيرونو له پلی کولو وروسته په دغه مياشت کې د هوا کيفيت ښه شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040