د اولمپيک د نړيوالې کميټې وروستی غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-02 21:17:50

د سين هوا أژانس د خبر له مخې د اولمپيک د نړيوالې کميټې يوه غونډه د روانې مايشتې په دوهمه نېټه په بيجينګ کې ترسره شوه او د راتلونکيو اولمپيک لوبو د تياريانو په هکله د بيجينګ د انتظامي کميټې تشريحات يې واوريدل . د بيجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامې کميټې مشر ليو چي نوموړي تشريحات څرګند کړل او و يي ويل چې په بيجينګ او شاوخوا ولايتونو او ښارونو کې د ککړو توکيو د خپراوي مخنيوي لپاره اړين تدبيرونه غوره شوي دي څو چې د اولمپيک په موده کې د هوا ښه کيفيت وساتل شی. د اولمپيک نړيوالې کميټې د بيجينګ د تياريانو ستاينه وکړه . د نوموړي کميټې مشر روګ باور څرګند کړ چې د بيجينګ اولمپيک لوبې به په پوره توګه کامياب شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040