د بېجينګ د پرمختګ ګامونه د اولمپيک لوبو له امله چټکېږي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-03 18:50:23

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال وانګ های پينګ د اګست په درېيمه نېټه د بېجينګ په نړيوال مطبوعاتي مرکز کې وويل د بېجينګ اولمپيک لوبو د تر سره کولو له امله د دغه ښار د پرمختګ ګامونه چټک، د بنسټيزو تاسيساتو په اړه پانګونې او لګښت زيات او له نړۍ سره د دغه ښار همکاری پياوړی شوی چې د بېجينګ ښاريانو ترې ګټې اخيستې دي.

نوموړي وويل تېر کال د بېجينګ اقتصادي عمومی ارزښت له دوه زريم کال څخه دوه برابره و چې هر کال په سلو کې دوه لس اعشاريه څلور زياتېده. اټکل کېږي چې سږ کال په دغه ښار کې د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د هر تن پر سر له اته زره امريکايي ډالرو څخه اوښتی وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040