د چين صدراعظم ون جيا باو د بېجينګ اولمپيک لوبو له سټيديومونو، ډګرونو او ضمانت کوونکيو تاسيساتو څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-03 19:31:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم ون جيا باو د اګست په درېيمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو له سټيديومونو، ډګرونو او ضمانت کوونکيو تاسيساتو څخه ليدنه وکړه. ده پر دې ټينګار وکړ چې بايد د دغو لوبو بېلا بېل ضمانت کوونکی کارونه په ښه ډول تر سره شي چې نړيواله ټولنه، لوبغاړي او وګړي دغې لوبې ډېر خوښ کړي.

ون جيا باو زياته کړه چين يو مسئولانه هېواد دی او هرومروه به د يوې ښې، ځانګړې او لوړپوړې نړيوالې سپورټي غونډې د تر سره کولو لپاره خپله کړې ژمنه په جدي توګه تر سره کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040