د سه چوان ولايت په ګوانګ ان ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت تر سره شو
cri (GMT+08:00) 2008-08-03 20:14:34
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سه چوان ولايت په ګوانګ ان ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت د اګست په درېيمه نېټه تر سره شو. دغه ښار د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون عمومی طرحه کوونکی دنګ شياو پينګ ټاټوبی دی.
د مشال ليږدولو فعاليت له پيل مخکې ټولو ګډون کوونکيو د ون چوان په زلزله کې وژل شويو کسانو ته د يوې دقيقې سکوت وکړ.
په دغه ښار کې د مشال ليږدولو لارې عمومی اوږدوالی اووه اعشاريه دری کيلو متره و. د اګست په څلورمه نېټه به د اولمپيک لوبو مشال د سه چوان ولايت په له شان ښار کې وليږدول شي.