د اولمپيک لوبو لپاره د بېجينګ هوا د کيفيت ضمانت دنده په بنسټيزه توګه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-03 21:15:36

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د چاپېريال ساتنې وزارت د ککړتيا مخنيوی ادارې مشر فان يوان شنګ د اګست په درېيمه نېټه په بېجينګ کې وويل د بېجينګ او شاوخوا پيځو ولايتونو او ښارونو په ګډ کوشش سره د تېرې جولای تر پايه پوری د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ هوا کيفيت د ضمانت په تدبيرونو کې ټاکل شوې بېلا بېلې دندې په بسټيزه توګه تر سره شوې دي.

نوموړی وويل له تېرې جولای راهيسی، په بېجينګ کې د ناپاکو ګازو مثلا د کاربن مونو اکسايد او دوو اکسايد ازت د وتلو قوام په جلا توګه د تېر کال په پرتله په سلو کې پنځلس او اوه ويشت ټيټ شوی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040