د بيجينګ په فنګ تای سيمه کې د سافټ بال ډګر

cri     (GMT+08:00) 2008-08-05 09:52:51

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. تاسو ته معلومه ده چې د بيجينګ اولمپيک لوبې رانژدی کيږی نو د پروګرام په دې لړۍ کې به تاسو ته د بيجينګ اولمپيک لوبو لپاره د بېلابېلو لوبغاليو په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو. د پروګرام دغه برخه د هرې اوونۍ د دوو شنبې په ماښام کې خپريږی او د راتلونکې ورځې په سهار کې يی يو ځل بيا تکرار خپريږی . هيله لرم چې تاسو له دغه پروګرام سره مينه ولرئ.

ګرانو دوستانو! اوس د بيجينګ اولمپيک لوبو لپاره ټول ٣٧ لوبغالی بشپړ شوی دي او عمده سپورټی ډګر چې د مرغانو ځاله نوميږی، هم د لوبغاړو د منلو په حال کې دی. دغه ٣٧ لوبغالي په جلاجلا توګه ځپله ځانګړتيا لري او اړوندې په زړه پوری کيسې هم ورسره تړلې دي. د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د بيجينګ په فنګ تای سيمه کې د سافټ بال ډګر په اړه څه معلومات وړاندی کړو. دغه سپورټی ډګر له يادو شويو لوبغاليو څخه ترټولو لومړی چمتو شوی دی.

دغه لوبغالی د بيجينګ ښار په جنوبی برخه کې پروت دی. د دغه ډګر ابادی د ٢٠٠٥ کال د جولای مياشتې په ٢٨ نېټه پيل شوې او پراخوالی يی ١٥ زرو مربع مترو ته رسيږی. په دغه ډګر کې شاوخوا ١٣ زره تنه کتونکی ځايدلی شی. دغه ډګر په عمده توګه پنځه برخې لري چې د سيالی عمده ډګر، دوه اضافی ډګرونه او يو خدمتی ودانی په کې شامل دي. د دې ترڅنګ اړوند سړکونه، د موټر تم ځای، څړځايونه او لنډمهالی ټولګټې تاسيسات هم جوړ شوی دی. د سافټ بال ډګر د ٢٠٠٦ کال په جولای مياشت کې جوړ شوی او له اړوندې ارزونې څخه هم تير شوی دی.

د ٢٠٠٦ کال په اتمه مياشت کې د نړۍ د سافټ بال يوولسمه دوره ښځينه اتلوالی په دغه لوبغالی کې ترسره شو چې د بيجينګ اولمپيک لوبو لپاره په بيجينګ کې د ارزونې لومړی سيالی ګڼل کېږي. د دغې سيالی د ترسره کيدو په موده کې د دغه لوبغالی د ابادی کيفيت د سافټ بال د نړيوالې ټولنې، لوبغاړو او ښوونکو لوړه ستاينه ترلاسه کړې ده. د دغې ټولنې مشر ښاغلی پوټ څرګنده کړه چې په فنګ تای کې دغه لوبغالی ښايی په تاريخ کې د سافټ بال لوبو لپاره ترټولو ښه لوبغالی وی. هغه هيله هم څرګنده کړه چې دغه لوبغالی په أسيا کې د سافټ بال د روزنې مرکز وګرځي.

په فنګ تای کې د دغه لوبغالی جوړونکو د اولمپيک لوبو لپاره د يو پرمختللی لوبغالی د جوړولو لپاره ډېر زيار ايستلی دی.

د دغه لوبغالی د سيالی ترسره کيدو د ځمکو پر مخ سرې خاورې رابرسيره شوې دي. دغه ځای د بيضوی شکل لري . د بيضې په دننه برخه کې د سرو خاورو برخه ده او نورې برخې څړځايونه دي. ځکه چې لوبغاړي د منډی وهلو په ترڅ کې د ښوئيدلو حرکت کوي نو ځمکې بايد د نښتلو توان ولري. يادې شوې سرې خاورې د دوه مليون يوانو په لګولو سره د چين له جنوب څخه راړول شوې او د سيالی په مهمو برخو کې سرې خاورې له بهر څخه اخيستل شوې دي.

د دې ترڅنګ د سافټ بال په دغه لوبغالی کې اړوند تاسيسات د انرژی سپمولو اغېزه هم لري. د بېلګې په توګه په دغه لوبغالی کې تودې اوبه د لمری انرژی د بيټری په وسيلې ګرميږی .

دغه راز د سيالی په ډګر کې تر څړځايونو لاندی اړوند تاسيسات هم ځای پر ځای شوی دي. داس څړځايونه له ځمکې څخه اته سنټی متره لوړوالی لری چې دری برخې لري.

لومړی پوړ ډبرې دي ، دوهم پوړ د شګې په شان وړوکی ډبرې او په درېيم پوړ کې ميده شګې اچول شوې دي. کله چې باران اوري نو د باران اوبه به ژر وښوئيږی او د اړوندو نل ليکو له لارې به زيرمه شي . د باران اورښت له يو ساعت وروسته به سپورټی ډګر وچ شي او زيرمه شوې اوبه واښو ته ورکړل کيږی او د تشناب پاکولو لپاره هم کارول کيدای شی.

ګرانو اوريدونکو! په فنګ تای کې د سافټ بال لوبغالی په اړه معلومات همدومره وو. نننی پروګرام هم په همدی ځای پای ته ورسيد. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ !

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040