بېجينګ چمتو دی چې د اولمپيک لويه کورنۍ سره راغونډه شي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-04 19:55:16

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې مسئول د اګست په څلورمه نېټه وويل بېجينګ چمتو دی چې د بېلا بېلو هېوادونو د درنو مېلمنو او لوبغاړيو په شمول د اولمپيک لويه کورنۍ سره راغونډه شي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې د نړيوالو اړيکو ادارې مرستيال وانګ شه لين په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل دغې کمېټې د نړيوالو درنو مېلمنو د هر کلی لپاره يو همغږ مرکز جوړ کړ. اوس بېلا بېل کارونه په عادي توګه روان دي.

نوموړي وويل دغې کمېټې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو له پلاويو سره د همغږۍ يو ډګر جوړ کړ چې د اولمپيک لوبو په موده کې به د دوی ستونزې ژر حل کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040