د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د مشر جاګ روک په شمول له زياتو درنو مېلمنو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-04 19:57:12

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګست د څلورمې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې د اولمپک نړيوالې کمېټې د مشر جاګ روک او دايمي افتخاري مشر جوان انتونيو سامارانچ په شمول له زياتو درنو مېلمنو سره وکتل.

رئيس هو جين تاو د چين د حکومت په استازيتوب د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ښاغلي روګ په شمول د زياتو درنو مېلمنو د حاضرۍ هرکلی وکړ او د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو لپاره يې د دوی له زياتو کوښښونو څخه يې د زړه له کومې مننه څرګنده کړه.

ښاغلي روګ باور څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به نه يوازې په بريالۍ توګه تر سره شي، بلکې په چين کې به يو مهم ميراث پاتي هم شي. نوموړي د اولمپيک لوبو په سياليو کې د چيني لوبغاړيو له خوا د ښو نتيجو تر لاسه کولو په اړه خپله نيکه هيله هم څرګنده کړې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040