د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د درملونو د امنيت ضمانت کارونه چمتو شوی دي
cri (GMT+08:00) 2008-08-04 19:57:36
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د درملو د امنيت ضمانت کارونه چمتو شوی دي چې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو ته به ډاډمن او کافی درمل برابر شي.
د چين د خوراکونو او درملونو د څارنې ادارې وياندې يان جيانګ ينګ د اګست په څلورمه نېټه په بېجينګ کې دغه خبر وکړه. هغې وويل د لوبغاړيو ځانګړی درمل د جولای تر شلمې نېټې پوری ټاکلو ځايونو ته ليږل شوي دي. اړوندو خواوو د دغو درملو جدی څارنه وکړه او د دغو درملونو د ساتلو لپاره يې ځانګړی تدبيرونه نيولې دي.