د اولمپيک د نړيوالې کمېټې ١٢٠ مه غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-04 21:13:06

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې يو سل او شلمه غونډه د اګست په څلورمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.

د دغې غونډې پرانيستونکی مراسم د چين په دولتي تياتر کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس هو جين تاو په دغو مراسمو کې ګډون درلود او و يې ويل د چين حکومت او وګړي به تر خپلې وسې پورې د اولمپيک د ځانګړو او لوړپوړيو لوبو د تر سره کولو په اړه خپله کړې ژمنه پوره کړي. هو جين تاو هيله څرګنده کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبو د تر سره کولو له لارې به د اولمپيک نړيوالې سپورټي لوبې پرمختګ وکړي او د دغو لوبو روحيه به خپره شي. چينايان هيله لري چې له نړيوالو سره يو ځای برياليتوبونه شريک او د ښې راتلونکی أبادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مشر جاک روګ د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د چين له کوششونو څخه مننه څرګنده کړه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040