خوندوره د سهارډوډۍ

cri     (GMT+08:00) 2008-08-05 09:44:44

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی هره برخه يې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېر شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به په چين کې د سهارډوډۍ په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

ګرانو دوستانو! ويل کيږی چې د سهار ډوډۍ په يوه ورځ کې ترټولو مهمه ډوډۍ ده ځکه چې دغه ډوډۍ له شپې وروسته لومړی ډوډۍ ده او تر غرمې پوری تاسو ته انرژی برابروي. تاسو ته معلومه ده که نه چې په چينی کې خلک په عمده توګه څه ډول د سهارډوډۍ خوري ؟

تر ټولو مهم يو ډول خواړه دو جيانګ نوميږی. دوجيانګ په چين کې د څښاک لپاره يو ډول دوديزه ښوروا ده چې له روميانو څخه جوړيږی. خو په چين کې خلک د سهارډوډۍ لپاره په کور کې دوجيانګ نه پخوي ځکه چې دوجيانګ له کوره بهر په ډېره اسانه توګه اخيستل کيږی.

خلک په کور کې د وريجو ښوروا پخوي او ډيره يې خوښوی . د وريجو ښوروا پخول ډير اسان دي.

لومړی لږ وريجی پاکيږی چې اندازه يی ستاسو د خوښۍ سره سم ټاکل کيږی.

دوهم، پاکې شوی وريجی له لږ اوبو سره چې د اوبو اندازه بايد د وريجی په پرتله لږترلږه څلور ځله زياته وي، په کاسه کې اچول کيږی.

يوه شېبه وروسته به د وريجو چينی ښوروا جوړه شي.

خو د سهار ډوډۍ لپاره يوازی د وريجی ښوروا کافی نه ده. د وريجی ښوروا په بدرګه هګۍ، يوو تياو (يو ډول چينی خواړه چې په غوړيو کې سره کيږی) يا ډوډۍ ډېره ليدل کيږی.

ځينی کسان هغه هګۍ خوښوی چې په تودو اوبو کې هګۍ ايشول شوې وي . ځينی کسان غواړی په غوړيو کې پخې کړې .

نن ورځ په چين کی ځينی کسان د سهارپه چاې کې شيدې او وچه ډوډۍ خوری چې په لويديځو هيوادونو کې د خلکو په شان دي.

پروا نلري چې تاسو څرنګه د سهار ډوډۍ خوری خو مهم کار دا دی چې بايد په سهار کې هغه ډوډۍ وخوري چې غذايی توکی په کې ډير وی.

دا د خلکو د روغتيا لپاره ښه نه دی چې د سهار له خوا هيڅ ډوډۍ ونه خوری. نو تاسو هرومرو د سهار له خوا لږڅه وخورئ.

که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040