د خلکو ترمنځ د تګ راتګ له امله د نينګ شيا او اسلامی هېوادونو ترمنځ اړيکی نژدی شوی دي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-05 19:24:46

د چين د نينګ شيا د اين چوان ښار د شی شيا سيمې په دارالايتام کې څه د پاسه اويا تنه يتيمان په ښه توګه د کارکوونکيو له خوا ساتل شوی چې په دی جمله کې څه د پاسه دېرش تنه يی په ښوونځيو کې منل شوي دي.

د دغه دارالايتام مشر يوو جی اي وويل: دغه مرکز د کويت د نړيوال اسلامی خيريه موسسې د أسيايی مسلمانانو کميټې په پانګه جوړ شوی او د ٢٠٠٧ کال په جون کې په رسمی توګه پرانيستل شوی چې دری سوه تنه يتيمان پکی ځائيدای شی.

ښاغلی يوو جی اي د لومړی ډلې له هغو کسانو څخه د يو شتمن شخص په توګه چې ډېر وختی د چين له نينګ شيا څخه منځنی ختيځ ته ولاړل،له شتمنېدو وروسته يې خپل ټاټوبی نه دی هېر شوی او په عربی هېوادونو کې يی د خپلو ټينګ شويو اړيکو له لاری له نورو هېوادونو څخه د خيريه پيسو د راغونډولو او نورو هېوادونو ته د کارکوونکيو ليږلو په برخه کې د چين د نينګ شيا د خپلواکې سيمې او اسلامی هېوادونو ترمنځ يو پل جوړ کړ.

چين له اسلامی هېوادونو سره د تګ راتګ اوږد تاريخ لري.په تاريخ کې د هوي قوم د بيړيو يو مشهور چلوونکی ځنګ هه د اوو ځلو لپاره له لويدځي أسيا او عربی هېوادونو څخه ليدنه کړې وه.

د شلمې پيړۍ د اتمې لسيزې له پيل راهيسی د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو د

پر له پسی پراخوالي له امله د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکه سيمه په چين کې د مسلمانانو د راغونډيدو د تر ټولو لويې سيمې په توګه له اسلامی هېوادونو سره دوستانه تګ راتګ ته ډېره پاملرنه کړې چې په ترڅ کې د خلکو ترمنځ يې په تګ را تګ مهم رول لوبولی دی.

په ٢١ مه پيړۍ کې د نينګ شيا او اسلامی هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او همکاری پياوړی شوې او د همکارۍ ساحې يې پراخې شوې چې نورو هېوادونو ته د ژباړونکيو ليږدول پکې يوه مهمه برخه ده.

يوو جي اي د عربی ژبې د ژباړونکيو د روزلو په موخه د مسلمانانو لپاره يو ځانګړی فنی ښوونځی جوړ کړ چې له فارغيدو وروسته به د منځنی ختيځ اسلامی هېوادونو ته وليږل شی او په ژباړه بوخت وي.

ښاغلی يوو جی اي وويل دغه ژباړونکي د نينګ شيا او اسلامی هېوادونو ترمنځ د تبادلې يوه مستقيمه لار ګرځېدلی چې له امله يې د نړۍ مسلمانان د چين په هکله لازيات معلومات تر لاسه کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040