د افغانستان د سپورتي پلاوي ځيني غړي بېجينګ ته رسېدلي دي.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره د افغانستان د سپورتي پلاوي ځيني لوبغاړي او روزونکي د اګست د پنځمې نېټې د سهار په پنځو بجو د بېجينګ نړيوال هوايي ډګر ته راورسېدل او د دغه پلاوي نور غړي به ژر بېجينګ ته راشي.
په چين کې د افغانستان د لوي سفير لومړي سکريتر بابه خان اسلمي زموږ د راډيو خبريالانو ته وويل لوبغاړي ښاغلی محمود عزيزي او اغلې روبينا مقيم يار او د دوي روزونکي بېجينګ ته رارسېدلي دي. دغه دوه لوبغاړي به په جلا جلا توګه د دوو سوه او سل مترو ځغاستې په سياليو کې ګډون وکړي.
د خبر له مخې، څلور تنه افغان لوبغاړي به د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اتلاتيک او تکواندو په دوو پروګرامونو کې سيالي وکړي. د افغانستان سپورتي پلاوی به د اګست په نهمه نېټه د اولمپيک په کلي کې د ملي بيرغ اوچتولو درانه مراسم تر سره کړي.