ښاغلی سامارانچ وايي: د چين برياليتوب به زما برياليتوب وی.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-05 20:51:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک نړيوالې کمېټې دايمي افتخاري مشر ښاغلي جوان انتونيو سامارانچ د اګست په پنځمه نېټه په بېجينګ پوهنتون کې په بريالۍ توګه د بېجينګ اولمپيک لوبو د تر سره کېدو په اړه خپله نيکه هيله څرګنده کړه او و يې ويل د چين برياليتوب به زما برياليتوب وی.

ده د بېجينګ اولمپيک لوبو د تياريانو په اړه حيرانتيا څرګنده کړه او و يې ويل ما په بېجينګ کې په نړۍ کې تر ټولو ښه سپورتي تاسيسات، سټېديمونه او جمنازيمونه کتلي دي چې هرومرو به د اولمپيک لوبو په تاريخ کې ثبت شي. زه باور لرم د بېجينګ اولمپيک لوبې چې يوه تاريخي او ستره سپورتي غونډه به وي، بشپړ برياليتوبونه تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040