د اولمپيک لوبو مشال بېجينګ ته ورسېد
cri (GMT+08:00) 2008-08-05 20:57:22
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال د ليږدولو فعاليت له پای ته رسېدو وروسته، مشال د اګست د پنځمې نېټې له غرمې وروسته د لېږدولو وروستی ځای بېجينګ ته ورسېد.
د معلوماتو له مخې، په بېجينګ کې به د مشال ليږدولو فعاليت دری ورځې دوام ولري چې د ليږدولو لارې عمومی اوږدوالی به اته دېرش اعشاريه دوه نوی کيلو مترو ته ورسيږی او اته سوه او يو څلويښت ليږدونکی به پکی ګډون ولري.