د بيجنګ د اولمپيک لوبې به د دغو لوبو د تلويزيوني خپرونو د ريلي کولو په تاريخ کې يوه ډېره ښه نمونه وکڼل شي
cri (GMT+08:00) 2008-08-05 21:08:09
د چين د نړېوالې راډيو د خبر له مخې اړوندو کارپوهانو په وروستيو ورځو کې وويل اوس د چين مخابراتي شبکې چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د ثابتو مخابراتي تخنيکونو ضمانت برابروي ښه تياري نيولې ده، هغه به ددې ضمانت وکړي چې د بيجنيګ د اولمپيک لوبې د دغو لوبو د تلويزيوني خپرونو د ريلي کولو په تاريخ
يوه ډېره ښه نمونه وګڼل شي ،
د چين د مخابراتو شبکه د بيجينګ د اولمپيک لوبو د ثابت مخابراتي همکار په توګه د جاپان ، کوريا جمهوريت او د اروپا او امريکا د يو شمير هېوادونو او سيمو د اصلي مخابراتي خدمتي سوداګرانو سره زياتې همکاري ترسره کړې دي ،