د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د اولمپيک لوبو امنيت ساتونکيو ډلو له ترهګرو بريدونو سره د مقابلې تياريانې نيولې دي.
cri (GMT+08:00) 2008-08-05 21:35:30
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د اولمپيک لوبو امنيت ساتونکو ډلو اوس د ترهګرو بريدونو د وړاندوينې، د خطر د ارزونې او پر وخت د وګړيو د ژغورنې توان لري.
د خلکو ازادي بښوونکي پوځ دوه زره تنه اړوند کارپوهان به د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې د امنيتي پلټنې او د چاودونکيو توکيو د موندلو او خنثې کولو او د بېړنۍ ژغورنې په شمول زياتې دندې پر غاړه واخلي.