د بېلا بېلو هېوادونو پلاوي بېجينګ ته رارسيدلي دي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-06 14:21:51

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اولمپيک په لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو پلاوي د اګيست په پنځمه نېټه په پر له پسی توګه بېجينګ ته رسيدلي او د اولمپيک په کلي کې اوسېږي.

د افغانستان پلاوی د اګست د پنځمې نېټې سهار وختی په پنځو بجو د بېجينګ د پلازمينې نړيوال هوايې ډګر ته ورسيد. د افغانستان څلور تنه لوبغاړي به د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ځغاستې او د تکواندو په سياليو کې ګډون وکړي چې يوه ښځينه لوبغاړې هم پکې برخه لري.

دغه راز د لاوس، نيپال، ويتنام، تانزانيا او فيليپين پلاوي هم په همدې ورځ بېجينګ ته رارسيدلي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040