ليو هوان او سارا براتمان به د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پېل سندره ووايې.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-06 17:10:48

د سن هوا اژانس د خبر له مخې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتنظامي کميټې د پرانيستونکو او پای مراسمو په اړه د څانګې مشر جانګ هه پينګ د اګيست په شپږمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه د چين مشهور سندرغاړی ليو هوان او د بريتانيا مشهوره سندرغاړې سارا براتمان به د اګيست د اتمې نېټې په شپه د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د دغو لوبو د پيل سندره ووايې.

ښاغلي جانګ په همدې ورځ د اولمپيک لوبو په عمومی مطبوعاتی مرکز کې وويل چې دغه سندره به د لومړی ځل لپاره د هنري نندارې په پای کې وويل شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040