د اولمپيک لوبو مشال ليږدونې د لومړی ورځې فعاليت په بيجينګ کې ترسره شو
د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د اولمپيک لوبو د مشال د لومړی ورځې ليږدونې فعاليت د روانې مياشتې په ٦ نيټه په بيجينګ کې ترسره شو.
دغه فعاليت په همدې ورځ د امپراطورۍ ماڼۍ په وومن دروازې کې پيل شو چې د بيجينګ ښار له اوو ښاري سيمو څخه تير شوی او د ليږدونې عمومی واټن شپاړس اعشاريه څلور کيلومترو ته رسيږی. ٤٣٠ تنو مشال ليږدونکو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.
د خبر له مخې، دغه مشال به په بيجينګ کې د دريو ورځو لپاره وليږدول شی. د روانې مياشتې په ٧ نيټه به د مشال ليږدونې فعاليت په بادالينګ کې له لوی ديوال څخه پيل او وروسته اتو ليريو سيمو او ولسواليو ته هم ورسيږی .