د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د اجرائيوی کمېټې غړي د بېجينګ په اولمپيک کلی کې د خدمتونو ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-06 19:37:28

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې اجرائيوی کمېټې غړي سير ميانګ انګ د اګست په شپږمه نېټه د بېجينګ په اولمپيک کلی کې د خدمتونو لوړه ستاينه وکړه.

ښاغلي سير وويل د ده په اند، د بېجينګ اولمپيک کلی د اولمپيک يو ډېر ښه کلی دی. د پاملرنې وړ خبره دا ده چې د بېجينګ په اولمپيک کلی کې بېلا بېل خدمتونه بشپړ او صادقانه دي. نو ځکه لوبغاړی داسی فکر کوي چې په خپلو کورونو کې اوسيږی او په ښه توګه به په سياليو کې ګډون وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040