د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم چمتو شوي دي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې د پرانيستونکو او پای ته رسېدونکو مراسمو د کارونو ادارې مشر جانګ هه پينګ د اګست په شپږمه نېټه په بېجينګ کې اعلان وکړ چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانستونکی مراسم چمتو شوي دي.
نوموړي دغه خبر د بېجينګ د اولمپيک لوبو په عمومی مطبوعاتی مرکز کې وکړه. هغه وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم به د اګست د اتمې نېټې ماښام په اتو بجو د چين په دولتي سپورتي سټيديوم کې پيل شي او دری نيم ساعته به دوام وکړي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو پرانيتونکو مراسمو کې به د ځلانده تمدن او ښکلی زمانې تر نامه لاندې له دوو برخو څخه جوړېږی جوړی شوې نندارې تر سره شي.