افغان لوبغاړيو د بيجينګ اولمپيک کلي د تياريانو ستاينه وکړه .

cri     (GMT+08:00) 2008-08-06 20:40:35

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بيجينګ په اولپيک لوبو کې د افغان لوبډلې لومړۍ ډله د اګست په پنځمه نيټه د المپيک کلي ته ننوتله ، ددغې ډلې دوو تنو لوبغاړيو روبينا مقيم يار او مسعود عزيزي زموږ خبريال ته وويل د اولمپيک په کلي کې دوی ته هر راز أسانتياوې برابرې شوې دي ، د چيني چارواکيو ، اړوندو کارکونکيو او داوطلبانو چلند فوق العاده ښه دی ، خوراکونه مو په بشپړه توګه ښه دي ، او د اوسېدو او تمرين کولو ځايونه مو زموږ له خوښې سره سم دي . دوي وويل چې د چين له حکومت څخه ډېر خوښ دي چې د زياتره لوبغاړو له خوښې سره سم يې تاريانې ورته نيولي دي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040