د چين او افغانستان ترمنځ د مسو د عينک کان استخراج لويه پروژه او د خوښۍ وړ يو تړون ګڼل کيږي:

cri     (GMT+08:00) 2008-08-07 09:37:45

درنو او عزتمندو اورېدونکيو نېکې هيلې او سلامونه خوښ يم چې د دې لړۍ د يوې بلې کړۍ په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم ، محترمو دوستانو څه موده وړاندې د افغانستان د کانو او صنايعو وزير ښاغلي محمد ابراهيم عادل د چيني چارواکيو په بلنه چين ته سفر درلود، چې له چيني چارواکيو سره پر لېدنې کتنې سربېره يې ځينو سيمو ته سفرونه هم وکړل اوله زياتو کاني سرچينو او اړوندو سيمو څخه يې ليدنې کتنې کړې دي ، ښاغلی عادل په دې هکله داسې څرګندوي :

غږ ترک ٣ ژباړه

ډېرې ښې تخنيکي ليدنې مو درلودې ، او ښې لاس ته راوړنې هم لرو، او کله چې په راتلونکې په افغانستان کې د کانونو په اړه نوي تړونونه ترسره کوو نو له داسې مهمو ټکو ته چې دلته مو د پام وړ ګرځيدلي ګټه ورڅخه واخلو.

ښاغلی محمد ابراهيم عادل وايي چې ددغه شاوخوا دوه اونيز سفر په موده کې يې له ډېرو سيمو او کانونو څخه ليدنې وکړې ، د بېلګې په توګه د ډبرو د سکرو کانونو د فولادو د ويلې کولو تصديو، حرارتي بريښنا مرکزونو ، د يانګځه سيند بند او نورو ګڼو ځايونو ته تللي و .

درنو دوستانو ښايي تاسې به هم خبر ياست چې څه موده وړاندې د چين او افغانستان تر منځ د افغانستان د عينک د مسو کان د را ايستلو يا استخراج په اړه يو تړون لاسليک شو ، چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ په ډېره لوړه کچه او ستر اقتصادي تړون بلل کيږي ، د افغانستان د کانو او صنايعو وزير وايي په لومړي سر کې شاوخوا ديارلسو هېوادونو د هغه کان د را ايستلو چارو په هکله خپل غوښتن ليکونه د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت ته وړاندې کړي و چې په پايله کې يې پنځه هېوادونه سختې سيالۍ ته سره ووتل چې په هغو کې امريکا ، کانادا، چين، روسيې او قزاقستان شامل و چې بالاخره چين د دواطلبۍ له لارې د هغه تړون پر ګټلو بريالی شو ، ښاغلی ابراهيم عادل په دې هکله وايي :

غږ ترک ٨ ژباړه

خوشبختانه د چين د ام سي سي شرکت په هغه داوطلبۍ کې لومړی مقام وګاټه او ورپسې کاناډا دوهم ځای ترلاسه کړ ، موږ له چيني شرکت سره خپل تړون لاسليک کړ، او ښايي چې په نږدې وختونو کې خپلې چارې پيل کړي.

د انجنير عادل په وينا ددغې پروژې په پيل سره به له دريو څخه تر شاوخوا شپږ زرو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمينه برابره شي ، او په کال کې به د افغانستان دولت ته شاوخوا څلورسوه ميليونه خالص عايد ورپه برخه کړي ، چينايانو دغه راز له ٤٠٠ څخه تر اته سوه ميګا واټه د برق د يوې دستګاه د جوړولو ژمنه هم ورسره کړې ، او د تصدۍ په ژمنو کې د اورګاډي د يوې پټلۍ جوړول هم شامل دي . ښاغلی محمد ابراهيم عادل په دې هکله زياتوي :

غږ تر ک ٩ ژباړه

زما په أند د افغانستان په تاريخ کې دا تر ټولو لويه پروژه او د خوښۍ وړ يو تړون ګڼل کيږي . چې له دې کار څخه هم افغانستان او هم کمپنۍ ښه عايد ترلاسه کولای شي ، پدې تړون کې د دواړو خواو ترمنځ برابري او مساوات په پام کې نيول شوي دي .

د افغانستان د کاني سرچينو د را ايستلو په ترڅ کې د بهرنيو کمپنيو او کارپوهانو تر څنګ روزل شوي افغان کاري ځواک ته هم زياته اړتيا ليدل کيږي، چې د نورو هېوادونو د کارپوهانو او کارکوونکيو په خوا کې د خپل هېواد په ګټه د کاني سرچينو په کارولو کې خپله ونډه واخلي ،د افغانستان د کانونو او صنايعو وزير وايي افغانستان تر دې دمه د يو شمېر هېوادونو په مرسته د نويو تکنالوژيو د زده کړې او د ځوانو افغان انجنيرانو د روزلو له پاره له يو لړ پروګرامونه په پام کې نيولي چې چين هم پدې وروستيو کې ورسره د مرستو ژمنه کړې ده دی زياتوي :

ترک ١٢ ژباړه

د چين هېواد له موږ سره ژمنه کړې چې زموږ دېرش تنه کارکوونکي په اړوندو برخو کې وروزي چې انشاالله دا به ژر عملي شي، او دغه راز د نورو تصديو تر څنګ چين هم پخپل وار سره په بېلابېلو برخو کې زموږ د کارکونکيو په روزلوکې راسره مرسته کوي .

په افغانستان کې د چين لوی سفير يانګ هو لان په دې هکله وويل د عينک د مسو کان د استخراج پروژه د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو زياته بهرنۍ پانګونه ده او هم په نورو هېوادوونو کې د چين د پانګونې په پلانونو کې يو مهم ټکی دی. له چين څخه به زيات انجنيران او کارګران په افغانستان کې دغه کارونه تر سره کړي چې د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي.

درنو اورېدونکيو د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پاي ته رسيږي د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک رب سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040