موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-07 09:45:21
د موږ او اورېدونکي پروګرام درنو او خوږو اورېدونکيو په سلامونو مو ستايم ، خدای پاک دې وکړي چې د بشپړې روغتيا او سلامتۍ تر څنګ مو خوښ او خوشحاله ژوند هم په برخه وي ، درنو دوستانو دا دی تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا ستاسو د ليکونو د خپرېدو وار رارسېدلی دی، نو ډېرې خبرې به نه کوم او لومړی ليک به راواخلم چې د کوم اورېدونکي دی او څه يې پکې ليکلي دي :

لومړی ليک د پاکستان له اسلام أباد څخه ظاهرشاه خان مروت راليږلی دی ، ښاغلی مروت په خپل ليک وايي چې د سي أر ای راډيو دايمي اورېدونکی دی، خو وايي چې ددغه ليک په را استولی کې يو تن بل اورېدونکي رفيع الله مندوخيل مرسته ورسره کړې ، ځکه دی وايي چې اسلام أباد د المپيک لوبو د مشال ليږدونې لپاره تللی و چې هلته له رفيع الله مندوخيل سره مخامخ شو او هغه ورته د سي أر ای لخوا ورليږل شوي مواد او پاکټونه وکړل. چې د هغه له برکته يې موږ ته خپل لومړی ليک راواستاو، ښاغلی مروت نور څه ندي ليکلي خو دومره يې ويلي چې د المپيک د مشال ليږدونې مراسم ډېر ورته په زړه پورې و .

درنو اورېدونکيو دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد له هريپور څخه محمد نذير را استولی دی ، نذير خان په خپل ليک دوه درې لنډ شعرونه راليږلي ، او داسې ښکاري چې د ښوونځي له کتاب څخه يې را نکل کړي وي .زه به يې د يو شعر څو بيته تاسو ته ولولم :

په حق پسې روان يو *** د علم پتنګان يو ***د جهل دښمنان يو *** لښکر د معارف يو لوړ زموږ نوم او نښان دی *** بې علمه ژوندون ګران دی .

دغه بل ليک خو د عبيدالله صديقي دی ځکه خپل نوم يې ډېر لوی او ښکلی ليکلی دی ، ښاغلي صديقي تر سلامونو وروسته د چين د سچوان ولايت د زلزلې په اړه ليکلي چې ډېر يې خواشينی کړی دی ، دغه راز دی وايي تېر کال په پاکستان کې هم سخته زلزله شوې وه چې له امله يې زياتو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه ، د نوموړي په ليک بله کومه موضوع يا مطلب نه ليدل کيږي .

دا بل ليک چې يو مخ يې په ځينو پخوانيو ليکنو پټ او په بل مخ کې يې لږ لنډه ليکنه شوې د پاکستان د بلوچستان د کويټې ښار له ارباب ټاون څخه محمود اياز خپلې خپرونې ته راليږلی ، نوموړی وايي چې د چين د نړيوالې راډيو خپرونې په ښه او رڼه توګه اورېدلی شي . محمود اياز ټينګار کړی چې ليک يې ورته خپور کړو ، ګرانه محمود ايازه دادی ستا ليک مو درته خپور کړ هيله ده چې اورېدلی دې وي ، او بله هيله دا درڅخه لرو جې په راتلونکې کې موږ ته ښکلی او په زړه پورې مطلبونه او مضمونونه راوليږئ .

دا بل ليک چې ښايي په ډېره بيړه ليکل شوي وی د نور حميد دی ، چې د پېښور له قصه خوانۍ بازار څخه يې راليږلی .نور حميد خان د چين د نړيوالې راډيو ټولو کارکوونکيو ته سلامونه ويلي ، او يو شعر يې هم راليږلی چې د زياتې بيړنۍ ليکنې له امله سم نه لوستل کيږي ، نو ګرانه نور حميد خانه هيله ده چې په راتلونکې خپل ليکونه لږ څه ورو وليکې څو موږ يې سم ولوستلی شو .

قدرمنو دوستانو په دې بل پاکټ کې بيا دوه ليکونه دي ، چې د افغانستان د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د ميراج کلب غړو نجيب الله او نصير احمد راليږلي دي ، نصير احمد وايي چې دا يې لومړی ليک دی چې د سي أر ای راډيو ته يې راليږي، او د ليک په ليکلو کې شهزاده ورسره مرسته کړې ، ځکه دده په وينا دی لږ څه ګوډه ماته ليکنه کولای شي، ګرانو نجيب الله خان او نصير احمد خانه ستاسو له ښکلي ليک څخه ډېره زياته مننه ، او ريښتيا له شهزاده څخه هم مننه چې ستاسو سره يې د ليک په په ليکلو کې مرسته کړې ده ، عزتمنو اوريدونکو نجيب الله او نصير احمد په خپل ليک کې پر سلامونو سربېره نور څه ندي ليکلي ، خير دې وي ځکه ددوی لومړی ليک دی ، ښايي چې په راتلونکې کې موږ ته په زړه پورې مطلبونه راوليږي .

دا بل ليک محمد امين له هريپور څخه راليږلی نوموړی د پنځم ټولګلي زده کوونکی دی ، ده د اخلاص په هکله داسې ليکلي :

چې ته کوې اخلاص له بلا به کړې ځان خلاص***په هر کار کې چې اخلاص وي هغه کار له بلا خلاص وي

هغه عمل خدای ته قبليږي ...چې اخلاص ځينې ښکاريږي ***د اخلاص مقام بلند دی...ډېر اعلی او ارجمند دی .

ډېره مننه محمد امين جانه په ريښتيا هم چې په هر کار کې اخلاص وي نو هغه کار له بلا خلاص وي ، ځکه چې پکې درغلي او غلطي نه وي . ستاسو د نورو ښکلو ليکونو په هيله .

دا بل ليک ښوونکي سيدالرحمن بهير راليږلی، نوموړي هم تر سلامونو وروسته د چين په سچوان ولايت کې د زلزلې پر پيښېدو خواشيني ښودلې ، دی وايي زه پخپله يو ښوونکي يم ، د چين په سچوان ولسوالی کې پر زلزلې سخت خوا بدی شوم په تېره بيا چې په يو ښوونځي کې نهه سوه تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ ، دی يې ډېر خپه کړ ، خو وروسته تر دې خبرو لږ څه په غصه ښکاري او د وړانديزونو تر نامه لاندې داسې ليکي :

زموږ ليکونه نه خپريږي، چې دا دی ورته خپور مو کړ، ستاسو مطبوعات نه رارسيږي ، وايي زموږ پستي أدرس خو کې خو به ستونزه نه وي ، ښاغلی بهير وايي پخوا به هر څه پخپل وخت ور رسېدل خو اوس داسې نده .

ګرانه سيدالرحمن خان بهير سلامونو ته د عليکم والسلام وايو وروسته تر سلامه هر کله چې موږ ته ستاسو ليکونه رارسيږي نو موږ يې حتمأ خپروو، بل دا چې ستاسو ليک تر موږ پورې رارسيږي ، نو زموږ در ليږل شوي مواد ولې تاسو ته نه در رسيږي ، تاسو يې پخپل ښارګوټي کې له ډاګخانې څخه پوښتنه وکړی چې اصلي علت هلته دی او که کوم بل ځای ، ځکه موږ تل هغه څه چې په واک کې لرو تاسو درنو اورېدونکيو ته در استوو، ستاسو د برياليتوب په هيله .

دا ليک د بلوچستان د پشين د تراټه کلي څخه نجيب الله ترين را استولی ، ده په خپل ليک کې ما خو شحال تايب امان الله عمران او نورو ټولو همکارانو ته سلامونه را استولي دي، دغه ليک د نجيب الله ترين لومړی ليک دی ، درنو اورېدونکو بايد درته ووايم چې نوموړی ته هم زموږ يو تن بل اورېدونکي رفيع الله مندوخيل د چين د نړيوالې راډيو له خپرونو څخه خبر کړی، نجيب الله خان ترين وايي چې دا ليک يې ورته خپور کړو او دا ژمنه يې هم کړې چې په راتلونکيو ليکونو کې به موږ ته په زړه پورې مطلبونه را استوي، ګرانه ترين صاحب هيله ده چې خپله دا ژمنه دې هېره نکړې او له موږ سره خپله قلمي همکاري ټينګه وساتې .

دا دی يو ډېر کوچنی ليک مې تر لاسه کړ چې د کوهاټ صوبه سرحد پښتونخوا مارکيټ څخه د هاشمي کلب مشر رحمـن الله هاشمي راليږلی دی، هاشمي هم پخپل دې کوچني ليک کې ډېر زيات سلامونه راليږلي چې سلامونو ته عليکم واسلام وايو ، ښايي د کاغذ د کوچني والي له امله يې موږ ته کوم مطلب نه وي ليکلی ، ګرانه رحمن الله هاشمي پر دې باور لرو چې که لوی کاغذ دې لاس ته درشي نو حتمأ به خپله خپرونه په ښکلو مطلبونو ونازوې .

راځئ چې دا بل ليک وګورم چې چار راليږلی ..ها دا ليک د صوبه سرحد د کوهاټ د بازيدخيلو له کلي څخه د أفريدي کلي کلب مشر رحمت خا او نورو ملګرو يې را استولی دی ، پدې ليک کې د چين د نړېوالې راډيو د پښتو خپرونې کارکوونکيو ته پر سلامونو سربېره نور کوم څه نه ليدل کيږي ، چې موږ هم ورته وعليکم اسلام وايو او بل ليک راخلم ، دلته دوه ليکونه يو ځای سره را رسيدلي دي چې دواړه د خراسان د کلب مشر نثار احمد احمدي دي چې موږ ته يې راليږلي، نثار احـمد احمدي هم پخپل ليک کې د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي ، د نوموړي په يوه ليک د اچهړيان کمپ په هکله معلومات راليږلي چې د وخت د کموالي له کبله يې ټول نشو خپرولی او ځينې مهمې برخې به يې راواخلو ، نثار احمد ليکي د اچهړيان کمپ په ١٩٨٠ کال کې په يوه غرنۍ سيمه کې پرانيستل شو ، چې په پيل کې د افغان کډوالو شاوخوا شپږ زره کورنۍ پکې اوسېدې، خو پدې وروستيو کې د کډواليو له امله په هغه شمېر کې کموالی راغلی او تر نيمايي پورې راټيټ شوی ، دا کمپ د وريښمو د پخوانۍ لارې پر سر پروت دی ، او د پاکستان او چين هيوادونه د قراقرم د ګليګيت په سميه کې سره تړي .

نثاراحمد احمدي وايي چې د پښتو هنداره د مجلې په بڼه ورته رسېدلې ، چې ډېره يې خوښه شوې ده ، او په پښتو هنداره کې د ځينو نويو برخو د بېلګې په توګه د روغتيا برخې د پرانيستلو غوښتنه يې هم کړې چې پښتو څانګه به پر خپل وخت غور پرې وکړي .

درنو او محترمو اورېدونکيو د ستډيو ساعت ته چې ګورم نو راته وايي چې د دغې برخې وخت پاي ته په رسېدو کې دی، نو مخکې تر دې چې ستاسو سره خدای پامانی وکړم د ځينو اورېدونکو له غوښتنې سره سم به يوه سندره واورو او بيا به خداي پاماني کوو .

سندره

درنو دوستانو د...........په غږ کې مو سندره واورېده هيله ده چې نننی پروګرام ستاسو د خوښې وړ ګرځيدلی وی ، او په راتلونکې کې خپله قلمي همکار هم زموږ سره ټينګه وساتئ ، نو اوس د خدای پاماني وخت را رسېدلی دی ستاسو د خوښ او سوکاله ژوند په هيله .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040