د بېجينګ په شاو خوا سيمو کې د اولمپيک لوبو مشال د ليږدونې فعاليت تر سره کېږي.
cri (GMT+08:00) 2008-08-07 16:38:38
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ په شاو خوا سيمو کې د اولمپيک لوبو مشال د ليږدونې فعاليت د اګيست په اوومه نېټه تر سره کېږي. دغه فعاليت د اوومې نېټې د سهار په اوو بجو د يان چينګ ناحيې د با دا لينګ سيمې د ون چينګ په ډګر کې پيل شوي او د همدې ورځې له غرمې وروسته په شپږو بجو او پنځه ديرش دقيقو به د بېجينګ د دي تان باغ ته ورسېږي.
د نننی ورځې د ليږدونې اوږدوالی پنځلس کيلومتره دی او دوه سوه او اته شپيته تنه ليږدونکی به پکې ګډون وکړي.