هيله ده چې د بېجينګ اولمپيک لوبو له لارې نړۍ ته د چين سوله، ادب او پرمختګ څرګند شي
cri (GMT+08:00) 2008-08-07 17:27:52
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين مشهور سياستوال او د چين د ديپلوماسۍ پوهنځی پروفيسر وو جيان مين د اګست په اوومه نېټه په بېجينګ کې وويل چين هيله لري چې د بېجينګ اولمپيک لوبو له لارې نړۍ ته د چين سوله، ادب او پرمختګ څرګند کړي.
وو جيان مين پخوا د چين د بهرنيو چارو د وزارت د مطبوعاتي ادارې مشر ، د دغه وزارت وياند او په هالند او فرانسه کې د چين لوی سفير و.