د يانګځه سيند په پاسنې برخه کې اقتصادي مرکز چونګ چينګ

cri     (GMT+08:00) 2008-08-07 18:40:57

د چين د کمونيست ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو غړی او د چونګ چينګ ښار د ګوندی کمېتې منشی بو شي لای، ښاروالی وانګ هونګ جيو او د دغه ښار د سياسی مشورتې کنفرانس مشر شين يون مين د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې مرستيال او د ساينس او تکنولوژۍ له وزير وان ګانګ سره وکتل. دواړو خواوو د اړوندې همکارۍ په اړه بحث وکړ.

بو شي لای وويل اوس په چونګ چينګ ښار کې هراړخيز اصلاحات او د يانګځه سيند په پاسنې برخه کې د يو اقتصادي مرکز د جوړولو هڅې روانې دي چې د هېواد په لوېديځ کې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپل مهم رول ولوبوي. د دغو موخو د تر سره کولو لپاره ساينس او تکنولوژۍ اړينه ده. ده وويل د يوې زړې صنعتي اډې په توګه په چونګ چينګ کې ګڼ شمېر استعداد لرونکی کسان راغونډ شوي او په وروستيو کلونو کې د لوړې تکنولوژۍ چارو پرمختګ ته يو لړ اسانتياوې برابرې شوې دي. د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزارت له چونګ چينګ ښار سره د سوداګرۍ په اړه غونډې تر سره کړې چې د دغه ښار د ساينس او تکنولوژۍ د پرمختګ لپاره ډېر ارزښناکې دي. بو شين لای هيله څرګنده کړه چې دواړه خواوې د خپلمنځی همکارۍ د پياوړتيا لپاره هاند او کوشش وکړي. ده زياته کړه په چونګ چينګ کې د ديموکراتيکو ګوندونو زيات شمېر غړی شته دي. نن ورځ دغه ګوندونه د هېواد بېلا بېلو چارو د سمسورتيا لپاره مهم نقش لوبوي.

د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزير وان ګانګ وويل د چونګ چينګ ښاروالی د سايسن او تکنولوۍ پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او سانيس او تکنولوجۍ د پرمختګ لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده. په دغه ښار کې علمی څېړنې اکاډيمی له تصديو سره ښه همکاری کړی چې په پايله کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. ياد شوی وزارت له چونګ چينګ ښار سره خپلې همکارۍ ته د لومړيتوب اهميت ورکوي او په راتلونکی کې به د يو شمېر پروژو په هکله همکارۍ وکړي. د چين د جي ګونګ ګوند هم غواړي چې د چونګ چينګ ښار له سياسی مشورتی کنفرانس سره يو ځای د دغه ښار د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره يو لړ فورمونه جوړ کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040