د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو مشران د اګست په اوومه نېټه بېجينګ ته راورسېدل ( نوی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-07 21:26:39

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د څه دپاسه پنځوسو هېوادونو مشران او درنه مېلمانه د اګست په اوومه نېټه بېجينګ ته راورسېدل. دوی به د اګست په اتمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د امريکا ولسمشر جورج بوش، د روسيې صدراعظم ولادمير پوتين، د افغانستان ولسمشر حامد کرزې، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلی بيردي محمدوف، د تايلند صدراعظم ساماک سونتوراويج، د سکارمرغاسکر ولسمشر مارک راولومانان، د سويس مشر پاسکال کوچيپين، د تاجکستان ولسمشر امام علی راخمون او د استراليا صدراعظم کيون ميشل رود په شمول مشران په همدې ورځ بېجينګ ته راورسېدل.

د معلوماتو له مخې، د جاپان د لومړي وزير ياسو فوکودا، د فرانسی ولسمشر نيکولا سرکوزي او د کوريا جمهوريت ولسمشر لي ميونګ باک په شمول يو شمېر مشران به د اګست په اتمه نېټه بېجينګ ته راورسيږی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040