د چين نړيواله راډيو او د روسيې اواز راډيو د کارکوونکيو د تبادلې او همکارۍ په اړه د نظريو يووالی ته رسېدلي دی
cri (GMT+08:00) 2008-08-07 21:31:19
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په اوومه نېټه په بېجينګ کې د چين نړيواله راډيو او د روسيې اواز راډيو د کارکوونکيو د تبادلې او همکارۍ په اړه د نظريو يووالی ته ورسېدل.
د چين د نړيوالې راډيو مرستيالې وانګ دونګ مۍ او د روسيې اواز د راډيو مشر اندری داويدېنکو د دواړو راډيوګانو ترمنځ د کارکوونکيو د تبادلې او همکارۍ په اړه د هيلې سند لاسليک کړ. د دواړو خواوو په أند د کارکوونکيو تبادله د دواړو راډيوګانو ترمنځ د همکارۍ، په تېره بيا د دواړو راډيوګانو د کچو د لوړتيا لپاره ډېر اهميت لري.