جاکوس روګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو زياته ستاينه وکړه
cri (GMT+08:00) 2008-08-08 10:05:56
د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې: د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر جاکوس روګ د اګست په ٧ نېټه د اولمپيک لوبو په عمده مطبوعاتی مرکز کې يوې خبري غونډې ته وويل د اولمپيک لوبو له لاری به دنړۍ وګړي د چين په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي.
جاکوس روګ هم د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريو کارونو او د ککړتيا د اداری په برخو کې د چين د کوښښونو ډېره ستاينه وکړه. ده زياته کړه چې اوس د ککړتيا د اداری کارونوستر برياليتوبونه تر لاسه کړی او د بېجينګ ښار چاپيريال د لوبغاړيو لپاره خوندي دی.