د يو شمير هېوادونو مشرانو باور څرګند کړ چې د بېجينګ د اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د يو شمير هېوادونو او سازمانونو مشرانو باور څرګند کړ چې د بېجينګ د اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.
د اروپايې ټولنې د بهرنيو چارو او د امنيتی تګلارو جګ پوړی استازي خاوير سولانا د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جې چه ته د يو پيغام په خپرولو سره باور څرګنده کړه چې د بېجيګ اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي او د بېجينګ د اولمپيک لوبې د چين او اروپايې ټولنې ترمنځ د ښو اړيکو د نوی پيل نښه ده او دواړه خواوی به په راتلونکې کې په ګډه بېلا بېل ګواښونه له منځه يوسي.
د ترکيی د دفاع وزير مورات باسيسکيوکلو د اګيست د اوومې نېټې له غرمی وروسته د اولمپيک په کلی کې د ترکيی پلاوی سره د ملی بيرغ د اوچتولو له مراسمو وروسته د اولمپيک لوبو د چمټوالی زياته ستاينه وکړه.