د پاکستان صدراعظم بېجينګ ته ورسيد.
cri (GMT+08:00) 2008-08-08 14:09:57
د سن هوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګلاني د اګيست د اوومې نېټې په شپه د ځانګړې الوتکې له لارې بېجينګ ته وخوځېد چې د اګيست په اتمه نېټه د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
صدراعظم ګلاني په هوايې ډګر کې خبريالانو ته وويل چين د پاکستان ښه دوست دی. هغه هيله لري چې د دغه سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا ټينګې کړي او باور يې څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.