هو جين تاو د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې په لوبو کې د محترمو او قدرمنو دوستانو لپاره يوه ستره مېلمستيا جوړه وکړه.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګيست په اتمه نېټه غرمه د چين د خلکو په لوی تالار کې د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې په لوبو کې د محترمو دوستانو لپاره يوه ستره مېلمستيا ورکړه.
رئيس هو جين تاو په دغه مېلمستيا کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره له ټولو خدمت لرونکو کسانو څخه مننه کړه او و يی ويل چې د چين حکومت او خلک د بېجينګ د اولمپيک لوبو د کوربه توب حق د غوښتنې او د دغو لوبو د چمتوالی په بهير کې د بېلا بېلو هېوادونو او خلکو مرستې او د اولمپيک د نړيوالې کميټې او د اولمپيک د کورنيو زيات ملاتړ ترلاسه کړی دی. زه غواړم چې ستاسی له لارې د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره له ټولو خدمت کونکو کسانو څخه مننه وکړم.
رئيس هو جين تاو وويل چې د اولمپيک لوبې نه يوازی سپورتي سيالی، بلکې د کلتور د تګ راتګ يوه صحنه ده. د بېلا بېلو هېوادونو، قومونو او کلتور لرونکو خلک د اولمپيک لوبو له لارې سره يو ځای شوي دی او د خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ د پياوړی کيدو لپاره کوښښ کوي.
رئيس هو جين تاو وويل د چين حکومت او خلک په ٢٠٠١ کال کې د اولمپيک لوبو د کوربه توب حق له تر لاسه کولو راهيسي د خپلې ژمنې د تر سره کولو لپاره هڅه کړې او شنو، علمي او کلتوري لوبو پر مفکورو ټينګار کوي. هغه هيله څرګنده
کړه چې د بېلا بېلو خواوو له ملاتړ سره د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي.
د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر جاګويس روګ او د دغې کميټې افتخاری مشر جوان انتونيو سامارانچ په ګډون څه باندې دری سوه تنو په دغه مېلمستيا کې ګډون درلود.