د اولمپيک لوبو په اړه ځانګړی پروګرام (١)

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 00:29:37

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! اوس د چين د نړيوالې راډيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو په اړه ځانګړی پروګرام اورئ. دغه سندره چې تاسي اورئ، د اولمپيک لوبو سندره ده. نن شپه دغه سندره د چين په پلازمينه بېجينګ کې وويل شوه چې ور سره د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې لوبې په رسمي توګه پرانيستل شوې دي.

نن شپه به د دوه سوه او پنځو هېوادونو او سيمو د اولمپيک کميټو لوبغاړي د اولمپيک بيرغ لاندې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی چې د اولمپيک کورنۍ ټول غړي په همدې وخت کې سره يو لاس شوی دی.

دغه وخت د چين د خلکو او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د خلکو د ګډې پاملرنې وخت دی. د يو مليارډ او دری سوه مليون تنه چينايان په تودو احساساتو سره نړيوالو ته وايی چې بېجينګ ستاسی هر کلی کوي!

(( د بېجينګ اولمپيک لوبی نه يوازی د چينايانو، بلکې د نړۍ د خلکو لوبې دي. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو دوستانو ته هر کلی کوم چې د اولمپيک په لوبو کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راځي. هيله لرم چې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو خبريالان د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه په زړه پورې راپورونه ورکړي. ))

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د ټولو چينايانو په استازيتوب نړۍ ته پورتنۍ بلنه ورکړه.

((د اولمپيک نړيواله کميټه وياړي چې د اولمپيک لوبو د کوربه توب حق بېجينګ ته ورکړائ شوی. د اګست په اتمه نېټه به د اولمپيک لوبو په اړه بشپړ تشکيلاتي کارونو ټولو پوښتنو ته ښه ځوابونه وويل شي.))

د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر روګ دغه خبره د اګست په دوهمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامي کميټې د کارونو په اړه د وروستي راپور له اوريدو وروسته وکړه. د ښاغلي روګ دغه ارزونه نن شپه د اولمپيک لوبو د په زړه پورو پرانيستونکو مراسمو په ترڅ کې تصديق شو.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم له کومو په زړه پورې محتوياتو څخه عبارت دي. د معلوماتو له مخې پرانيستونکی مراسم د اګست د اتمې نېټې په اتو بجو پيل شو او درې ساعته يې دوام کړي. دا پرانيستونکې مراسم ، هنرې نندارې، د لوبغاړيو ننوتنې او د اولمپيک د لوبو، اور ده.

د دغو مراسمو عمومی ډايرکتر جانګ يی مو چې اوه کاله مخکې يې د اولمپيک لوبو د حق غوښتنې په وخت کې د نوي بېجينګ او نوي اولمپيک په نامه يو لنډ تبليغاتی فلم جوړ کړی و. او د چينايانو او بهرنيانو يې ستاينه وکړه. ښاغلي جانګ يې مو د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د يادونې په وخت کې وويل:

د چين پنځه زره کلن تاريخ ډيره زړه پورې دی، خو نن ورځ زموږ پرانيستونکې مراسم نه يوازی يو نندارتون دی. بلکې په ټولنيز ډول ، دغه مراسم بايد ښکلی او په زړه پورې زړه د پوونکی وی.

د معلوماتو له مخې ښاغلي جانګ په دغو مراسمو چې زياتې چيني ځانګړتياوو لري نړۍ ته به د چين پنځه زره کلن تاريخ او اوسنی حالات څرګند کړي. او د چين د اوپرا، د موسيقی الې، ګونګ فو، ژبو، کلتور او ساينس د تخنيک له لارې د چين ځانګړتياوو او د اولمپيک روحيی يووالی څرګند کړي.

نن شپه د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو مشران د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ چې شمير يې د اولمپيک د تيرو لوبو په پرتله نوی ريکارد ټينګ کړی دی .

په دغو مشرانو کې د امريکا ولسمشر جورج بوش او د جاپان صدراعظم ياسو فوکودا هم شامل دي.

دغه راز د بېجينګ د اولمپيک لوبو کې د ګډون کوونکو پلاويو شمير هم د اولمپيک لوبو نوی ريکارد جوړ کړی دی. نن شپه د دوه سوه او پنځو هېوادونو او سيمو پلاويو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ. د امريکا، چين، اسرائيلو، برازيل، جنوبي افريقا او الجزاير په ګډون د يو شمير نورو هېوادونو پلاوي هم برخه اخلي.

بر سېره پردې، څه باندې ديرش زره خبريالان به د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې له خلکو سره مرکې وکړي چې دا د اولمپيک د لوبو په تاريخ کې تر ټول ډير زيات شمير دی.

د شميرنې سره سم ، د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به په ټولې نړۍ کې څه باندی څلور مليارډ خلک دغې لوبې وګوري چې دا به يو بل نوی ريکارد وي. دغه راز، د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به د خپرونو وخت پنځه زره او څلور سوه ساعتو ته ورسېږي او خلک به د لومړی ځل لپاره د انټرنيت او موبال ټليفون له لارې د اولمپيک لوبې وګوري.

د بيجينګ اولمپيک لوبو د سر شعار يوه نړۍ يو خيال دی چې ورڅخه د سولې، دوستی او پرمختګ په اړه د خلکو ګډ لټون څرګندېږي. دغه لټون د بيجينګ اولمپيک لوبو د بختورو نښو فو وا په ديزان کې ډېر ښه ښودل شوی ده. بی بی، جينګ جينګ، هوان هوان، ينګ ينګ او ني ني د پنځو بختورو نښو له نومونو څخه يوه چينی ژبه جوړېږي او معنا يې ده بيجينګ ستاسو هرکلی کوي. د بيجينګ اولمپيک لوبو د پرانيستلو په وخت کې دغه پنځه بختوری نښې د يو مليارډ او دري سوه مليونو چينايانو په استازيتوب ټولې نړۍ ته بلنه ورکوي چې بيجينګ ستاسو هرکلی کوي.

ګرانو اوريدونکو، ډېره مننه کوو چې تاسی په مداومه توګه د اولمپيک لوبو په اړه ځانګړی پروګرام اورئ. د بيجينګ اولمپيک لوبو کلي د جولای په اووه ويشتمه نېټه سهار په رسمی توګه پرانيستل شوئ. په همدې ورځ د دغې کلي پرانيستلو په مراسمو کې د کلي مشرې، د ملی ولسی کانګرس د دايمی کمېټې مرستيالې چن جی لي د چين د حکومت په استازيتوب د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړيو او چارواکيو د ننوتنې هرکلۍ وکړ. ده وويل د اولمپيک لوبو کلي ديزان د خلکو د ګټو پر بنسټ جوړ شوی دی. موږ به په بيلا بيلو کوچنيو ټکو کې هغو کسانو ته پاملرنه کوو چې مختلف کلتورونه لري او د مذهبونو پيروي کوي. موږ هيله لرو چې تاسی به په کلي کې جوړ شوي ځايونه خوښ کړي.

د بيجينګ اولمپيک لوبو کلي د اولمپيک په پارک کې پروت دی، چاپيريال ئې ښکلی، ترافيک سالم دی او د مرغانو ځالو ته نژدی دی. دغه کلی د نړيوالو لوبغاړو، د اوسيدو سيمه ده او دا کاری سيمه په دريو برخو ويشل کېږي چې په کې زيات

چينی ځانګړتيا لرونکی ديزان تر سترګو کېږي. د بيجينګ اولمپيک لوبو د انتظامی

کمېټې د اولمپيک لوبو د کلي چارو د څانګې مرستيالې دنګ يا پينګ وويل دا کارتې د دې لپاره کړی چې د بيلا بيلو هېوادونو لوبغاړي په ښه توګه د چين کلتور په هکله معلومات تر لاسه کړي، په ځانګړی توګه په دی کلي کې چای خانه شته چې د چای هنری ننداره ښودل کتل کېږي او د فولکلوری لاسي صنعتی او هنری توکيو د جوړونې په دې مرکز کې د کاغذ باد، د کاغذ هنر او د ګلدوزی په کډون د ځانګړو چينی توکيو نندارتون او د دغو توکيو په جوړونې کې د ګډون پروګرامونه هم شته.

برسيره پر دې د اولمپيک لوبو کلۍ په دې نړيوالې سيمې کې بېلا بېل ځايونه بهرنيو لوبغاړيو ته په نړيواله کچه اسانتياوی برابری شوی دی. د بيلګې په توګه د کتابونو او ورځپاڼو په پلورنځای کې په بيلا بيلو ژبو خپروې شوی ورځپاڼې، مجلی او کتابونه پيدا کيږي. دغه راز د بيلا بيلو هېوادونو د خبري رسنيو له خوا راپورتاژ ورته د اسانتياوو برابرولو لپاره د بيجينګ اولمپيک لوبو انتظامې کمېټې د تکنولوژۍ او ژوند په برخو کې هم جدی ترتيبات نيولي دي. د بيجينګ اولمپيک لوبو انتظامې کمېټې د اولمپيک لوبو په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره خبريالانو ته د بی سيم د انټرنيټ کارولو خدمتونه برابر کړي.

بيجينګ نه يوازی د اولمپيک لوبو په سياليو کې ګډون کوونکيو لوبغاړيو او د خبري رسنيو خبريالانو ته د کورونو په شان د اوسيدو ځايونه ورکړی بلکی د نورو هېوادونو سيلانيانو ته هم کورونه برابر کړي چې د اولمپيک د لوبو کورونه نومېږي. دغه کورونه د اولمپيک لوبو په موده کې د ځينو ښاري کورنيو لخوا چې شاو خوا شپږ سوه کورونه دي د نورو هېوادونو سيلانيانو ته ورکول کيږي.

د چينايانو په دې تودې بلنې د نايجريا يو ليکونکي وينبو هيله څرګنده کړه چې په يوه

چينی کورنۍ کې واوسېږي. هغه وويل زه له چينی خوراکونو سره ډېر مينه لرم. په حقيقت کې زه غواړم چې په يوه چينی کورنۍ کې د يوې مودې لپاره ژوند وکړم او وګورم چې دوی څنګه او څه ډول ډوډی پخوي. چينی کلتور زما د پاملرنه وړ دی، ما پخوا اوريدلی چې د افريقا او أسيا کلتورونه سره نژدی دي، زه غواړم چې په خپله د دغه کلتور احساس وکړم.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانيو په بهير کې ورخلاصون تګلاره پلې شوی ده.

د اولمپيک لوبو د تياريانيو د بهير لپاره د چين له خوا د خپل ځان د نورهم خلاصولو بهير دی. د نورهم ورخلاص لپاره يو بهير دی .چين په تېرو ٧ کلونو کې په نړيوالو سوداګريز سازمان کې ګډون کړی، د بهرنيو هېوادونو د خبري رسنيو په اړه اداری مقررات تعديل شوی او د حکومت په اړه معلومات نورهم څرګند شوی دی. د يوې نړۍ او يوې هيلې په نامه د اولمپيک لوبو له شعار څخه په پوره توګه د اولمپيک لوبو د روحيی په اړه د چين پېژندنه معلومه شي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څه نا څه ٣٠ زره تنه خبريالان بېجينګ ته ورسېږي، اوس بېجينګ په فعاله او ورخلاصه توګه د نړيوالو خبري رسنيو د رسېدو هرکلۍ کوي. د چين حکومت د ٢٠٠٧ کال د جنوری په لومړۍ نېټه په دغه هېواد کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د تياريانيو په بهير کې

د بهرنيو هېوادونو د خبريالانو د راپورو د کولو مقررات پلي کړي، په دغو مقرراتو کې په چين کې د بهرنيو هېوادونو د خبريالانو له خوا د راپورو د کولو په اړه يو شمېر پخواني بنديزونه لغوه شوی دي. ددغو مقرراتو په شپږمی مادی کې ويل شوی د بهرنيو هېوادونو خبريالان کولای شي چې د اړوندو يونټونو او وګړيو د موافقو له تر لاسه کولو وروسته په چين کې خپل راپورتاژ تر سره کړي.

د نن ماشام له پرانيستونکو مراسمو وروسته به د اګست په ٩ نېټه د اولمپيک لوبو لومړۍ ورځ سيالۍ پيل شي. د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي غواړی د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د امريکا د اولمپيک لوبو په پلاوی کې يوه ٣٣ کلنه لوبغاړې چې ميلانی روچ نومېږي، د نه ستړيکېدونکو کوښښونو وروسته په اولمپيک لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کړی دی . هغه د وزن پورته کولو لوبغاړې ده او پخوا د جمناستيک يوه لوبغاړې وه او اوس دری ماشومان لري. ميلانی روچ څرګنده کړه اولمپيک لوبې ددی وروستې سيالی دی ،هره هغه پايله چې بريالۍ وی يا ناکامه د هغې خوښی دي.

زيات شمېر وګړي راڅخه پوښتنه کوی چې زما لپاره د بېجينګ د اولمپيک لوبو معنا څه ده.زما ځواب دا دی چې دا له ١٤ کلونو راهيسی زما هيله وه او اوس به په دی سياليو تر پايه پوری سيالۍ وکړم.

اغلې روبينا مقيم يار د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د افغانستان يوزانۍ ګډون کوونکې ښځينه لوبغاړې ده چې د سلو مترو په ځغاسته کې سيالي وکړي. دې په ٢٠٠٤ کال کې د اتن په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی او دا د دې لومړی ځل دې چې چين ته سفر کوي. دې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون په اړه داسی وويل: باور لرم چې په دې لوبو کې برياليتوب تر لاسه کړي. د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې ګډون زما ډيره لويه موخه ده.

نن ماښام د بېجينګ د اولمپيک لوبې پرانيستل شوی، په راتلونکو ١٦ ورځو کې به

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي په بېجينګ کې د خپلو سترو برياليتوبونو له

لاری د اولمپيک لوبو د لاچټکتيا، لوړوالی او لا غښتلېتوب روحيه څرګنده کړي او د خپلو عملياتو له لاری به د اولمپيک لوبو اصلی روحيه څرګند کړی چې ګډون د برياليتوب په پرتله لا مهم دی. خلک باور لري چې د اولمپيک لوبو د پنځمې کړۍ تر بيرغ لاندی به د بېجينګ اولمپيک لوبې به د سولی ، دوستی او ترقي د رامنځته کېدو په اړه نوی او روښانه فصل واړوی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040