د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکيو مراسمو نندارې څو نړيوال ريکاډونه جوړ کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-08 21:18:14

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې دوبنۍ لوبې د اګست د اتمې نېټې ماښام په اتو بجو د چين په پلازمېنه بېجينګ کې پيل شوې. د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مشر جاګ روک په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه او د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اولمپيک لوبو د پرانسيتلو اعلان وکړ.

د اولمپيک لويې کورنۍ له دوه سوه او پنځه غړيو هېوادونو او سيمو څخ دوه سوه او څلور پلاوي بېجينګ ته را رسېدلي او په پرانيستونکو مراسمو کې يې ګډون کړی دی. د امريکا د ولسمشر جورج بوش، د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په شمول د بېلا بېلو هېوادونو څه دپاسه اتيا تنه حکومتي مشرانو او سياست والو هم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

په پرانيستونکو مراسمو کې يو ساعت هنري ننداره وړاندې شوې چې د چين د مشهور ډايريکتر ښاغلي جانګ يي مو له خواترتيب شوې وه او د ښکلي اولمپيک په نامه يادېږي. د ښاغلي جانګ په وينا، په دغه ننداره کې د چين ځانګړی کلتور د اولمپيک له روحيې سره يو ځای شوې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040