شي جين پينګ د ديموکراتيکې کوريا او سعودي عربستان له مشرانو سره وکتل
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د اګست په اتمه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د ديموکراتيکې کوريا د ملي ولسي کانګرس د دايمې کمېټې له مشر کيم يونګ نام او د سعودی عربستان د امنيتی کمېټې له سرمنشی شهزاده بندار سره وکتل.
ښاغلي شي جين پينګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د دواړو مشرانو د ګډون هر کلی وکړ.
ښاغلي کيم يونګ نام وويل ديموکراتيکه کوريا غواړي له چين سره د خپل منځی اړيکو د نور ټينګښت لپاره ګډ کوششونه وکړي.
شاهزاده بندار وويل سعودی عربستان له چين سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې څرګنده کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي.