بهرنۍ خبري رسني د بېجينګ د اولمپيک لوبو تود هر کلی کوی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-08 21:39:02

د چين د نړيوالې راډيو او د سين هوا اژانس د خبرونو له مخې، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو خبري رسنيو په وروستيو ورځو کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره کړي دي.

د ليکويپ په نامه د فرانسې مشهورې سپورتي ورځپاڼې د اګست په اوومه نېټه د اولمپيک لوبو په اړه يوه ځانګړی ګڼه خپره کړه چې پکې د اولمپيک لوبو د سياليو مهالوېش او د طلايی مډال د تر لاسه کونکو توان لرونکو لوبغاړيو په اړه يې معلومات ور کړي دي.

د ريفومه په نامه د مکسيکو ورځپاڼې هم د اګست په اوومه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه يوه ځانګړی ګڼه خپره کړې چې پکې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو تازه پرمختګ او په بېجينګ کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو د چمتو کولو په اړه معلومات خپاره شوي دي.

پر دې سربيره، د ماليزيا، سينګاپور، المان، کوريا جمهوريت، هند او تايلند په شمول د ډېرو هېوادونو خبري رسنيو په جلا جلا توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه راپورنه خپاړه کړي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040