هو جين تاو په جلا جلا توګه د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره خبرې اترې وکړې. ( ٢)

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 16:55:52

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګيست په نهمه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره خبرې اترې وکړې چې د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلي دي.

رئيس هو جين تاو د ترکمنستان، د قرغيزستان، ازمنستان، اذربايجان او د تاجکستان له ولسمشرانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل چې دغه پنځه هېوادونه د چين دوديز دوستان دی. چين له دغو پنځو هېوادونو سره د رسمي اړيکو له ټينګېدو راهيسي د دواړو خواوو ترمنځ سياسی باور پياوړی شوی او يو له بل څخه يې د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه ملاتړ کړی دی چې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ په بېلا بېلو ساحو کې ښې پايلې تر لاسه کړې دي. چين غواړي له دغو پنځو هېوادونو سره يو ځای نوی پړاو ته د خپلمنځي اړيکو د رسيدو لپاره هڅې وکړي.

د دغو پنځو هېوادونو مشرانو په ګډه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د برياليتوب له امله چين ته مبارکی څرګنده کړه او ويې ويل چې دوی به له چين سره په هراړخيزو ساحو کې د خپلمنځۍ همکارۍ او اړيکو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.

بر سېره پردې هو جين تاو په جلا جلا توګه د ازبکستان، فليپين، د کوريا جمهوريت او روسيې له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040