بهرنيو خبري رسنيو د بېجينګ اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو ډېره ستاينه وکړه.
cri (GMT+08:00) 2008-08-09 16:56:51
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ اولمپيک لوبې د اګيست په اتمه نېټه شپه پرانيستل شوې. بهرنيو خبري رسنيو دغه درانه مراسم داسي وستايل چې په پوره توګه يې د چين دوديز کلتور پکې انځور کړی دی.
د هند خبري رسنيو په اتمه نېټه د دغو مراسمو په اړه بشپړ راپور خپور کړ. دغو خبري رسنيو په ستاينې سره وويل چې له دغو عظيمو او ښکليو مراسمو څخه د چين ځلانده دوديز کلتور او لرغوني تمدن څرګند شوی دی.