د اولمپيک په لوبو کې د تاجکتسان لوبډلې د بيجينګ په اړه خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 18:40:10

د بيجينګ د اولمپيک په لوبو کې د ګډون لپاره د تاجکستان لوبډله څوورځې مخکې بيجينګ ته راورسيدله او د اولمپيک لوبو څخه مخکې ئی خپل تمرينونه تر سره کړي دي. د لوبډلې غړيو په جلا جلا توګه وويل چې په بيجينګ کې د لوبغاړيو ته د سياليو، تمرينونو او ژوند لپاره ښه شرايط برابر شوي دي او د بيجينګ اولمپيک لوبو انتظامی کمېټې تياريانې او لارښوونې د پخوانيو اولمپيک لوبو په پرتله لوړې دي.

ګرانو اوريدونکو، همدااوس تاسو د چين د تاجکی قوم سندره واوريده چې د اولمپيک په لوبو کې د تاجکتسان لوبډلې ته د هرکلي په مراسمو کې د بيجينګ د جين سونګ د ښوونځی د زده کوونکيو له خوا وويل شوه. د خوږې موسيقې په غږولو سره د تاجکستان د اولمپيک لوبو د کمېټې مشر او د لوبډلې مشر باهرولو راجاباليف وويل د بيجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون کول د لوبغاړيو لپاره ډېر وياړ دی او لوبغاړي به په بيجينګ کې د ښو خدمتونو له امله وکولی شي. په پوره توګه سپورتی لوبی تر سره کړي. هغه وويل دا به ښه وي چې که زه د يو لوبغاړی په توګه په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړم. ځکه چې په بيجينګ کې د ټولو جمنازيمونو او ډګرونو تاسيسات ډېر پرمختللي دي، په ټول ښار کې د اولمپيک لوبو چاپيريال هم ډېر تود دی، د ښاريانو څېرې له خنډا څخه ډکې دي او هوا هم ډېره ښه ده. په يوه جمله بايد ووايم چې هر څه ښه دي او هر لوبغاړی غواړې چې په دا ډول چاپيريال کې

سيالي تر سره کړي.

د تاجکستان د لوبډلې غړي د اولمپيک لوبو کلي ته ننواتلي دي او په دغه کلي کې د اوسيدو چاپيريال او د خدمتی تاسيساتو ئی ډېره ستاينه وکړه. ښاغلي راجاباليف وويل د اولمپيک لوبو د کلي شرايط ډېر ښه دي چې د پنځو لويو وچو خوندور خوراکونه پکې پيدا کيږي. برسيره پر دې دننه د لامبو وهلو ښکلي حوضونه او حمامونه هم شته چې د نورو هېوادونو د اولمپيک لوبو په کليو کې نه وو.

د معلوماتو له مخې د اولمپيک لوبو په کلي کې هره ورځ د څليرويشتو ساعتو لپاره په سل ګونه ډولونو خوراکونه برابرېږي. د تاجکستان د لوبډلې غړي د اولمپيک لوبو په کلي کې د خوراکونو په تيره بيا د چينی خوراکونو ډېره ستاينه کوي. د بوکس لوبغاړی يونوکوف انوار وويل زه له چينی خوراکونو سره ډېره مينه لرم چې وريجی، کبان او شريمپ زما خوښېږي.

د مرغانو ځاله، د اوبو معکب په نامه ښکلی جمنازيمونه او د اولمپيک لوبو نور جمنازيمونه او سپورتی ډګرونه د تاجکستان د لوبډلې غړيو ته د پام وړ دي. ښاغلي راجاباليف وويل ده له څلورو مياشتو مخکې په بيجينګ کې د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د همغږۍ کميسيون په غونډه کې ګډون کړئ و، په هغه وخت کې د جمنازيمونو او ډګرونو د جوړولو کارونه پای ته نه و رسيدلي. اوس هغه يو ځل بيا بيجينګ ته رسيدلي او ګوري چې ټول جمنازيمونه او ډګرونه جوړ شوي او ډېر ښکلي دي. د تاجکستان يو لوبغاړی چې په جمنازيم کې يې له يوې اوونې لپاره تمرين کړی وويل په جمنازيم کې هر څه ډېر ښه دي. ما تر اوسه پورې د لوبغاړيو کومه ګيله نه ده اوريدلې. ما د اتن په اولمپيک لوبو کې هم ګډون کړی و او زما په نظر د بيجينګ د

جمنازيم شرايط ډېر ښه دي.

د تاجکستان د اولمپيک کمېټې عمومی منشی مامادسافويف شيرينجون چې د پنځم ځل لپاره بيجينګ ته راغلی، د اولمپيک لوبو د سياليو د جمنازيمونو يې زياته لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل چې په دغو جمنازيمونو کې به د اولمپيک لوبی په ښه توګه تر سره شي. هغه وويل زما له نظره بيجينګ تر ټولو ښکلی ښار دی. هر ځل مونږ بيجينګ ته راځو، نه يوازی د چينې ملت عنعنوی کلتور په هکله معلومات تر لاسه کړي بلکې د چين د سپورتی برخې له کارپوهانو څخه مو ګټورې تجربی اخيستي دی. د تاجکستان او چين لوبغاړيو په ګډه تمرينونه تر سره کړی چې د دواړو هيوادونو لوبډلې له يو بل څخه خوشحاله دي.

د تاجکستان د لوبډلې د مشر مرستيال ميرځويف علي احمد بيجينګ ته د زړه له کومې هيله څرګنده کړه او ويې ويل چې چينايان ډېر مهربانه دي او هرومرو به غوره سپورتی لوبی تر سره کړي. تاجکستان به له چين څخه ملاتړ وکړي تر څو د اولمپيک لوبې په برياليتوب سره پای ته ورسيږي!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040