د اولمپيک د نړيوالې کمېټې چارواکيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو زياته ستاينه وکړه.
cri (GMT+08:00) 2008-08-09 18:50:30
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې وروسته له هغه وخت چې د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې د دوبنيو لوبو پرانيستونکي مراسم د اګيست په اتمه نېټه شپه د بېجينګ د مرغانو ځالې په نامه دولتي سټېډيوم کې تر سره شول. د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر جاکويس روګ د دغو مراسمو لوړه ستاينه وکړه.
ښاغلي روګ وويل له دغو مراسمو څخه د چينايانو د نوښت توان څرګند شوی او د مرغانو ځالې په نامه سټېډيوم ډير ښه سټېډيوم دی. دغه مراسم د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو لوبغاړيو ته يو ښه سوغات ګڼل کېږي.