د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د سينګاپور، ويتنام او ترکيی د خبري رسنيو نظريې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 19:06:15

د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د سينګاپور، ويتنام او ترکيې د خبري رسنيو نظريې وړاندې کړم.

د سينګاپور د لپان هه سهارنۍ ورځپاڼې په وروستيو ورځو کې د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل د بېجينګ اولمپيک لوبې به په تاريخ کې يوه داسی لويه سپورتي غونډه ده چې نړيواله پيمانه او کچه لری.

په دغه مقاله کې ليک شوی چې که څه هم د بېجينګ اولمپيک لوبې نه دي پرانيستل شوی، خو هغه ډېر عجائب تر سره کړي مثلا په پرانستونکو مراسمو کې د ګډون کوونکيو بېلا بېلو هېوادونو مشرانو او د نندارچيانو شمېر د تېرو دورو په پرتله زيات او د سياليو ډګرونه تر ټولو عصري دي.

په مقاله کې دې ته اشاره شوی چې چين له دېرشو کلونو اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته په نړۍ کې يو مهم اقتصادي هېواد ګرځېدلی دی. بېجينګ د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو څخه د چين د پرمختګ ستر برياليتوبونه څرګند شوی دی. چين د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له لاسته راوړلو وروسته په فعاله توګه بېلا بېلې تياريانې ونيولې او اوس ټولې تياريانې بشپړې شوي دي. د ټولې نړۍ خلک د اولمپيک لوبو د تر سره کولو په اړه د

چين حکومت او خلکو باور او ټينګ هوډ احساسولای شي.

د ويتنام د دان ويت ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد لوبغاړی د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د تکواندو، وزن پورته کولو، نښې ويشتلو او بدمينتون په شمول پروګرامونو کې د مډال تر لاسه کولو توان لري.

په مقاله کې ليک شوي د ويتنام پلاوی پخوا يوازی په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی او هېڅ ميدال يې نه دی تر لاسه کړی، خو اوس دوی د مډال لاسته راوړلو توان لری. د تکواندو ښځينه لوبغاړی نګوين تی نګوک تروک، د شپږپنځوس کيلو ګرام په کچه د وزن پورته کولو نارينه لوبغاړی هوانګ ان توان، د وزن پورته کولو ښځينه لوبغاړی نګوين تی تيت او د بدمينتن نارينه لوبغاړی نګوين تين مين په شمول لوبغاړی به د مډال تر لاسه کولو لپاره زيار وباسي.

د ويتنام پلاوی له يوويشت تنو لوبغاړيو څخه جوړېږی او د تکواندو، وزن پورته کولو، پينګ پانګ، جمناستيک، نښې ويشتلو او اتلاتيک په شمول اتو پروګرامونو او د وو شو په ننداره کې ګډون وکړي.

د هوريت په نامه د ترکيې مشهورې ورځپاڼې په وروستيو ورځو کې د يوې مقالې په خپرولو سره باور څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به له سلو کلونو راهيسی يوه ډېره ښه سپورتي غونډه وګرځي.

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې چين په پراخو انساني سرچينو او پياوړی اقتصادي ځواک د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو لپاره بشپړې او مشخصې تباريانې نيولي دي. بېجينګ په نړۍ کې تر ټولو عصري سټيديومونه جوړ کړی دي، په

تيره بيا د مرغانو ځالې په نامه دولتي سټيديوم د نړۍ په ساختماني چارو کې يو عجيب په توګه ګڼل کېږی.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو مطبوعاتی مرکز چې بشپړ تاجهيزات او لوړه سويه خدمتونه لري، د اولمپيک لوبو په تاريخ کې تر ټولو ښه مطبرعاتي مرکز دی. په دغه مقاله کې اولمپيک لوبو ته د چينی وګړيو د شوق او زوق او په اولمپيک لوبو کې د دوی د پراخ ګډون لوړه ستاينه وشوه.

د دې مقالې په پای کې ليکل شوي چې لکه د خوان انتونيو سامارانچ په وينا چې چين په بريالۍ توګه د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره ډېر زيات کوششونه کړي دي. د چيني وګړيو مهربانۍ، زخمتکښۍ او ټينګ هوډ د بېجينګ د اولمپيک لوبو د برياليتوب لپاره ټينګ بنسټ ايښی دی او اوس د دوی لخوا د برياليتوب لاسته راوړلو وخت راغلی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040