د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د سروزرو اوو مډالونه رامنځته شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 21:17:24

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګيست د نهمې نېټې تر اتلسو بجو پورې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو اوو مډالونه رامنځته شوي دي. د چک لوبغاړې کاترينا عمونس د بېجينګ د نښې ويشتلو په مرکز کې په پنځه سوه او دری اعشاريه پنځه کړيو د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارد يې ټينګ کړ.

د چين لوبغاړې چن شي شيا د اته څلويښت کيلوګرام په کچه د وزن پورته کولو په ښځينه سياليو کې په دوه سوه او دوولس کيلوګرام په پورته کولو سره د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارد يې هم ټينګ کړ.

له غرمې نه وروسته د چين لوبغاړی پانګ وی او د هسپانيا لوبغاړی سامويل سانچيز په جلا جلا توګه د لس مترو په واټن د بادی ټوپک او په سړک کې د بايسکل د ځغلولو د نارينه په سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل.

دغه راز د کوريا جمهوريت يو لوبغاړی، د رومانيا يوې لوبغاړې او د امريکا يوې لوبغاړې په جلا جلا توګه د شپيتو کيلوګرامو په کچه د جودو د نارينه، د اته څلويښتو کيلوګرامو په کچه د جودو او د تورې د ښځو په سيالو کې د سروزرو مډالونه تر لاسه کړل.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040