د کوريا جمهوريت لوبغاړي پارک تيحوان د څلور سوو مترو په واټن د ازاد لامبو په سيالي کې طلايی مډال وګاټه
cri (GMT+08:00) 2008-08-10 13:57:23
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په لسمه نېټه د څلور سوو مترو په واټن د ازاد لامبو په سيالی کې د کوريا جمهوريت لوبغاړي پارک تيحوان طلايی مډال تر لاسه کړ. دا د اولمپيک لوبو د لامبو وهلو په سياليو کې د کوريا جمهوريت لومړی طلايی مډال دی .
د چين لوبغاړي جانګ لين نقره يی مډال لاسته راوړ چې دا د اولمپيک لوبو د لامبو وهلو په سياليو کې د چيني لوبغاړي لومړی نقره يی مډال بلل کېږي.
د برونزی ميدال د امريکا لوبغاړي لارسن جينسن لخوا وګټل شو.